۲۰۱۴ کال د ډیرو لخوا د افغانستان لپاره د یوې بدلیدونکې شیبې په حیث منل کیږي او ورسره یې د ۳۵ کلونو جګړه او په ځنډیدونکې بې ځایه کیدنه کې د نړۍ تر ټولو لوی نفوس. نړیوال ځواکونه د وتلو په حالت کې دي او هیواد په انتقال کې دی- په سیاسي او اقتصادي توګه، د امنیت د اړخه او د نړیوال موقف له اړخه.
د تیرو ټاکنو په ترڅ کې د خلکو ډیر ګډون د افغانستان د راتلونکي لپاره یو ښه فال ګڼل شوی خو اوس هم د هیواد د هغه ظرفیت په اړه ډیرې بې باوری شتون لري چې د راتګ، یو ځای کیدو او بیرته یوځای کیدو، محافظت، حقوقو ته د لاس رسي، او د جریان لرونکې بې ځایه کیدنې په اړه ننګونې بیان او حل کړي.
د FMR دغه اصدار په دري، پښتو، انګریزي، فرانسوي، هسپانوي او عربي ژبو نشر شوی.
مونږه د Liaison Office The(افغانستان) سوسانی شمایډل څخه او د ناروې د کډوالو د کونسل ډان ټایلر څخه د سلاکارانو په صفت د هغوی د مرستو څخه ډیر منندوی یو.
همدارنګه مونږه د لاندې ادارو څخه د هغوی د مالي مرستو له امله هم ډیره مننه کوو:
د ناروې د کډوالو کونسل (NRC)، د پراختیا او همکاری لپاره د سویس ایجنسي (SDC/Swiss)، UN-Habitat، په افغانستان کې د یو این ایچ سی آر دفتر، او د انساني چارو د همغږۍ لپاره د نړیوالې ټولنې دفتر.
ټول اصدار او یو انفرادي مقالې پر لیکه دي او د html او PDF په بڼه په لاندې ویب پاڼه کې موندل کیږي:
لطفا دا اصدار هر څومره چې کیږي د شبکو د لارې، په فیسبوک او تویټر کې د یادولو او د منابعو په لیست کې د اضافه کولو د لارې تیت کړی.
لطفآ مونږ ته په لاندې پتې بریښنالیک راواستوﺉ که چیرته غواړی چې چاپ یې کړﺉ